چین د یو-ماشوم د زېږولو سیاست ته د پاي ټکی کېښود

چین پرېکړه کړې چې د لسیزو راهیسې پخواني، د یو-ماشوم سیاست ته پای ورکړي. دغه خبر د چین رسمي خبري آژانس خپور کړی.

چین د یو-ماشوم د زېږولو سیاست ته د پاي ټکی کېښود
human holding little paper cutout family, happy family concept

په کال ۱۹۷۹ کې چین د خپل نفوس د کمولو لپاره د دوهم ماشوم په زېږولو بندیز لګولی و. لېکن د نوي قانون له مخې به چینايي جوړې کولی شي چې دوه ماشومان وزېږوي.

دا اټکل کېږي چې د یو-ماشوم د زېږولو سیاست په چین کې د ۴۰۰میلیونو ماشومانو د زېږېدو مخه نیولې؛ خو اوس دغه ملک د پخوعمرونو د خلکو له ډېروالي سره مخ دی.

تر دې مخکې به چې کومو جوړو دوهم ماشوم زېږولو نو د دولت لخوا به پرې جرمانې وضعه کېدلې او اکثرو حالاتو کې به ښځې اړ کېدلې تر څو ماشوم وغورځوي او دندې به یې هم له لاسه ورکولې.

د وخت په تېرېدو سره اوس د چین دولت اجازه ورکړه چې چینایان کولی شي دوهم ماشوم هم وزېږوي. دا پرېکړه وروسته د چینايي ټولنپوهانو له هغې اندېښنې کېږي چې وايي چین د کارګرو له کمي سره مخ کېږي.

د چین د اوسني نفوس ۳۰ سلنه برخه تر ۵۰ کلونو پورته عمر لري. د چین ټول نفوس ۱،۳۶ میلیارده تنه دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.