چین سوریې ته د ځواکونو د لېږلو اعلان وکړ

چین سوریې ته د ځواکونو د لېږلو اعلان وکړچیني چارواکو یوار بیا ټینګار وکړ چې په سوریه کې د ترهګرۍ پرضد جګړې ته د خپلو ځواکونو لېږلو ته چمتو دي.

د رویټرز د راپور پر استناد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو نن د یوې بیانیې په ترڅ کې اعلان وکړ چې هیواد یې د سوریې د کړکیچ د حل او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره هغه هېواد ته د دعسکرو لیږلو ته تیاری لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل: باید پرترهګرۍ متمرکز اقدامات باید په نړیواله کچه ترسره شي خو جګړه نشي کولای ستونزه حل کړي او ددې کار لپاره یوې سیاسي حل لارې لټولو ته اړتیا ده. ده ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ پرضد جګړې په برخه کې چين په خپله طریقه او اصولو سره اقدام کوي.

نن د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې په یوه مشترکه ناسته کې د روسیې ولسمشر هم په خپلو سیالانو غږ وکړ، چې ترهګري او داعش په افغانستان کې د ودې په حال کې دی او دا د سیمې لپاره یو لوی ګواښ دی. هیوادونه باید دغې جګړې ته چمتو شي او خپلې جغرافیاوې باید حفظ کړي.

چین او روسیې د ولسمشر اوباما هغه اعلان هم ننګولی چې وايي په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ وروسته هم خپل پوځي حضور تمدیدوي. روسان ددې حضور مطلق مخالف دي خو چین وضاحت غوښتی چې امریکا په دې اقدام سره څه کول غواړي او ولې یې تېر څوارلس کلن حضور د ترهګرۍ د لا پراختیا سبب شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.