چین: طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني

چین: طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني

کابل کې د چین سفیر د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره کتنه کې ویلي، وسله وال طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.

 

د سفیر په وینا، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوو.

 

د هغه په خبره، په اوس وخت کې ډېره اړتیا ده چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له چین غوښتي چې د جینوا په راتلونکې ناسته کې له افغانستان څخه زیات ملاتړ وکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.