چین: له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان حکومت رول خورا مهم دی

چین: له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان حکومت رول خورا مهم دی

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، چې د سیمې د امن او ثبات لپاره رامنځته شوی ائتلاف پراخېدو ته اړتیا لري.

 یاد ائتلاف دا مهال د شپږو هیوادونو افغانستان، هند، ایران، پاکستان، چین او روسیې په غړیتوب فعالیت او ناستې کوي.

محب کابل کې د چین له سفیر سره کتنه کې ویلي، اړینه ده ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ترکیه هم په دې ائتلاف کې شامل شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار په ورته وخت کې د چین سفیر ته وړاندیز کړی چې له افغانستان سره د بشري او انکشافي مرستو په برخه کې د پراخې ونډې او رول له امله دې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د چین، امریکا او روسیې د درې اړخیزو ناستو برخه شي. نوموړي اروپايي اتحادیه د افغان حکومت یو مهم همکار او په غیر نظامي برخه کې ستر مرسته کوونکی لوری وباله.

د چین سفیر په ورته وخت کې ویلي، له طالبانو سره د سولې په برخه کې د افغان حکومت رول او لوري ډېر اهمیت ورته لري

Leave a Reply

Your email address will not be published.