ډان: ممکن خلیلزاد او طالبان بیا خبرې پیل کړي

ډان: ممکن خلیلزاد او طالبان بیا خبرې پیل کړي

پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې لیکلي چې ممکن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

ډان ورځپاڼه وايي، هڅه کېږي چې خلیلزاد او طالبان په اسلام آباد کې سره وګوري او پر افغان سوله خبرې وکړي.

ډاڼ ورځپاڼې دغه خبر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند فیصل له خولې لیکې ده

زلمی خلیلزاد تېره ورځ اسلام آباد ته ولاړ او ممکن هلته پنځه ورځې پاتې شي.

اوس داسې اوازې خپره شوې، چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ وروستي روان مذاکرات له ننګونو سره مخ شوي دي.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي او ډاډ یې ورکړی، چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ مخ ته ځي

Leave a Reply

Your email address will not be published.