ډاکټران: د کابل ښار هوا زهري شوې

ډاکټران: د کابل ښار هوا زهري شوې

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
په کابل کې د هوا ککړتیا د ګڼو ناروغیو لامل شوی دی. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ککړې او زهري هوا له کبله زرګونه ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.
د «Air Visual» د انټرنټي پاڼې د معلوماتو له مخې کابل د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه هوا لري. د کابل هوا د ککړتیا له ۲۰۰ درجو څخه د شپې ان ۴۰۰ درجو ته رسیږي.
ډاکټران وايي د کابل هوا زهري شوې او تر ټولو ناوړه اغیزه په ماشومانو کړې. د شمیرو له مخې یوازې د صحت طفل په روغتون کې په تنفسي ناروغیو اخته سلګونه ماشومان بستري شوي دي. په دغه روغتون کې هره ورځ ۲ ماشومان د تنفسي ناروغیو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت له اړوندو بنسټونو لاس په کار شوې چې د هوا د ککړتیا د مخینوي لارې چارې ولټوي. د کابل اوسیدونکي وايي دولت باید په کابل ښار کې برښنا څلورویشت ساعته او د اوبلن غاز بیه راټیټه کړي ترڅو خلک د کورونو په ګرمولو کې له هغه څخه کارواخلي ترڅو د هوا د ککړتیا لامل نه شي.
اوس د کابل ښار په ډیرو سیمو کې د ډبرو له سکرو او لرګیو څخه د کورونو په تودولو کې کار اخیستل کیږي چې ډیر لوګی تولیدوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.