ډاکټر محب: افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی

ډاکټر محب: افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌ حمدالله محب د چین پلازمېنې بیجېنګ ته د خپل سفر په دویمه ورځ، له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره کتلي دي.

 

دواړو خواوو پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، سولې بهیر، د پولې د امنیت تامین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو پر تعقیب او تطبیق ټینګار کړی دی.

 

‌‌‌‌‌حمدالله محب د سولې، امنیت او د افغانستان په ثبات کې د چین رول مهم بللی دی

 

محب همدا شان له چین غوښتي چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات تامین ته وهڅوي.

 

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې افغانستان ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او دغه مسوولانه رول ته د دوام سربېره، له نورو هېوادونو هم تمه لري چې دې برخه کې خپل رښتینی نقش په سم ‌‌‌‌‌‌ډول ادا کړي.

بلخوا ګوا شینګکن ویلي، چین افغانستان د همکاریو د دوام فرصت په توګه غوره کړی او دغه هېواد کې به د تل پاتې سولې او ثبات تامین په هدف خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

هغه زیاته کړې، سیمه کې له ننګونو سره – سره، فرصتونه هم شته چې له دغو فرصتونو باید ګټه پورته شي.

 

د چین د ملي امنیت سلاکار ويلي: دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني دي او له دغې پدیدې سره مبارزه کې یو شان اهداف موجود دي، چې ټول هېوادونه باید له تروریزم سره مبارزه کې خپل مشترک سهم ادا کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.