ډیویډپيټروس وایې په افغانستان کې پنځه زره نورو امریکایې ځواکونو ته اړ تیا ده

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر متقاعد جنرال ډيويډ پټريوس وايي، په افغانستان کې ۵ زرو نورو امريکايي سرتېرو ته اړتيا ده.

پېټريوس له امريکايي ټلويزيوني شبکې بلومبورګ سره په خبرو کې ويلي، چې امريکا بايد له افغانستان څخه د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړي. ده ويلي په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمولو ته لا ډير وخت پاتې دی او امريکا ته په کار ده چې له ائتلافي ځواکونو سربېره، دې هېواد ته خپل ۵ زره نور پلې سرتيرې هم وليږي.
ډیوېډ پټریوس د ۲۰۱۰ زيږديز کال له جولای مياشتې بيا د ۲۰۱۱ زيږديز کال د جولای تر وروستیو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان و. ده په داسې حال په افغانستان کې د ۵ زرو امريکايي سرتيرو د ډيريدو غوښتنه کړې، چې روانه اوونۍ کابل ته د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزیر جېمز مټیس د سفر پر مهال هم افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د لېږل کيدو خبره یاده شوې وه.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا اته نیم زره امریکایي پوځیان شته. د راپورونو له مخې په راتلونکو شاوخوا درېیو اونیو کې ښایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په اړه خپله سټراټیژي روښانه کړي چې په هغې کې ښايي افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو پریکړه هم وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.