ډېفنس پوسټ: خلیلزاد باید په خپلو خبرو ټینګ ودرېږي

ډېفنس پوسټ: خلیلزاد باید په خپلو خبرو ټینګ ودرېږي

امریکايي ډېفنس ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد باید د افغان اوږدې جګړې د پای لپاره په خپلو خبرو ټینګ ودرېږي.

 

ورځپاڼې د قطر اوږدو او سستو مذاکراتو ته د نیوکې په ډول ویلي: کله چې ډيپلماسي په پسته ژبه وویل شي، د نه باور وړ وي.

 

ورځپاڼه زیاتوي چې روانې خبرې چې افغانستان کې د امريکا د ملي امنيت موخې ترسره کوي، همداراز افغانانو ته دا موقع برابروي چې څلوېښت کلن تاوتريخوالى ختم کړي.

 

دا په داسې حال کې  ده چې خلیلزاد له طالبانو سره قطر کې د سولې د خبرو په اووم پړاو بوخت دی او تر اوسه یې کومه محسوسه نتیجه نه ده مالومه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.