ډېلي ټایمز: تورخم به ۲۴ ساعته پرانېستی وي

ډېلي ټایمز: تورخم به ۲۴ ساعته پرانېستی وي

محور؛ شنبه، د اسد پنځمه: پاکستانۍ ډېلي ټایمز ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې لیکلي: تورخم بندر به له دې وروسته ۲۴ ساعته پرانېستی وي.

ورځپاڼه کې ویل شوي: تورخم کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اضافي ګمرکي مامورین لېږل شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، لومړي وزیر عمران خان امر کړی دی چې دا بندر باید د څلورویشت ساعتونو لپاره پرانیستی وي.

د سرچینې په خبره دا کسان ځکه دې بندر ته لېږل شوي دي چې ورسره د بار کتنې چاره ګړندۍ شي او سوداګر د ډېر وخت لپاره منتظر پاتې نه شي.

راپور وړاندې کاږي له دې وروسته به په تورخم دروازه کې ګمرکي چارې په درې شفتونو کې د شپې او ورځې لخوا ترسره کېږي.

پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر سره جوخت د هغه هېواد چارواکو ژمنه کړې وه چې تورخم بندر به ۲۴ ساعته د سوداګریزو توکو پر مخ خلاصوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.