ډېلي ټایمز: ۴ طالب مشران د سولې له نهم پړاو خبرو لیرې ساتل شوي

ډېلي ټایمز: ۴ طالب مشران د سولې له نهم پړاو خبرو لیرې ساتل شوي

محور؛ دوشبنه، د وږی میاشتې ۴ مه:

د پاکستان “ډېلي ټایمز ورځپاڼې” د افغان سولې په تړاو یو مطلب خپور کړی او کاږي چې له امریکا سره په خبرو کې د طالبانو څلور (۴) کلیدي او مهم غړي شتون نه لري.

په قطر کې، د مطلب په وینا، سرچینې بیانوي چې د امریکا او طالبانو له معاملې وروسته به د حکومت او طالبانو خبرې په دوو (۲) اونیو کې دننه پیل شي.

ډېلي ټایمز ورځپاڼې ته د طالبانو ځینو چاوراکو ویلي چې که د طالبانو له مشرتابه شورا سره د هوکړې وروستۍ مسوده شریکه نشي، دوی کولای شي له امریکا سره معامله ویټو او رد کړي.

دا سرچینه وايي چې د ملا عمر ورور، عبدالمنان هوتک، یو له هغو څلورو تنو مرکچیانو دی چې په د خبرو په نهم پړاو کې برخه نه لري. عبدالمنان د د طالبانو د مرستیال او ملاعمر د زوی، ملا یعقوب، ځانګړی استازی دی.

په څلورو نورو طالب مشرانو کې چې د سولې له خبرو لرې ساتل شوي، عبدالطیف منصور، محمد زاهد احمدزی – چې فکر کېږي د طالبانو له مشر شیخ هیبت الله نږدې سړی به وي – او انس حقاني، چې د باګرام په زندان کې شپې ورځې تېروي.

یادې سرچینې نه ده په ډاګه کړې چې دوی ته ولې د خبرو په نهم پړاو کې برخه ورکړل شوې نه ده.

په دوحه کې خبریالان وايي چې دوی د مذاکراتو په دریمه د شنبې په ورځ لوړپوړي امریکايي چارواکي د مذاکراتو په ځای کې ولیدل. یاده دې وي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم د روانو مذاکراتو برخه دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.