ډ‌انفورډ: اوس مهال له افغانستانه د وتلو کلمه نه کاروم

ډ‌انفورډ: اوس مهال له افغانستانه د وتلو کلمه نه کاروم

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورډ ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لا هم وخت شته دی.

د هغه په خبره، افغان ځواکونه لا هم د بهرنیو ځواکونو جدي مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې ټرمپ ویلي افغانستانه نه باید یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

بلخوا د امریکا دفاع وزیر مارک سپر ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي پای لپاره یواځینۍ لار، سیاسي حل دی.

دا په  داسې حال کې ده چې لا هم د قطر مذاکرات روان  دي او تر اوسه جوته نه ده چې طالبان او امریکا د سولې په تړاو کومې هوکړې ته رسېدلي کنه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.