ښوونځیو کې د زده کوونکو د وېښتانو په خرېیلو بندیز ولګېد پوهنې وزارت د هېواد په کچه ښوونځیو ته امر کړی چې ښوونځیو کې د زده کوونکو د وېښتانو خرېیل بند کړي. پوهنې وزارت ویلي، زده کوونکو ته د روحي او ذهني زیان مخنیوي په هدف یې دغه پرېکړه کړې ده. د پوهنې وزارت اعلامیه کاږي چې د زده کوونکو د اصلاح کولو لپاره باید له کورنیو مرسته وغوښتل شي. اعلامیه کې راغلي، د هغو ښوونځیو مسوولین چې په دې برخه کې غفلت وکړي، قانوني چلند ورسره کېږي.
Leave a Reply