کابلوف له خلیلزاد سره ګوري

کابلوف له خلیلزاد سره ګوري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي نږدې ورځو کې به د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري او پر افغان سوله به  ورسره بحث وکړي.

 

دا مالومه نه ده چې کابلوف به کله له خلیلزاد سره ګوري، خو تر دې وړاندې هم ضمیر کابلوب له خلیلزاد سره کتلي و او د افغانستان د سولې بهیر کې يې د شته اندېښنو په تړاو بحث کړی و.

 

د خلیلزاد او کابلوف د لیدنې خبر پر داسې مهال خپرېږي چې له تېرې ورځې راهېسې مسکو کې د یو شمېر سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ بحثونه روان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.