کابلوف پاکستان ته تللی دی

کابلوف پاکستان ته تللی دی

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته رسېدلی دی.

رسنۍ وايي، کابلوف به اسلام آباد ته د خپل دوه ورځینۍ سفر پر مهال د هغه هېواد له پوځي او ملکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

ځینې نور راپورونه بیا دا دي چې ممکن کابلوف له پاکستانیو چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې د افغان سولې بهیر لپاره اسلام آباد کې یوه غونډه جوړه شي.

کابلوف پر داسې مهال پاکستان ته د افغان سولې په تړاو سفر کوي چې قطر کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.

روسیې په لومړي ځل هېواد کې د څوو هېوادونو ترمنځ د سولې په اړه غونډه جوړه کړې وه چې طالب استازو هم په کې برخه اخېستې وه.

روسیې تل افغانستان کې د امریکا له حضور خپله اندېښنه څرګنده کړې ده

اوس چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مسله پر ژبو ده، روسیه لومړنی هېواد و چې د سرتېرو د اېستلو هرکلی یې وکړ

Leave a Reply

Your email address will not be published.