د کابل برید پای ته ورسېد

د کابل برید پای ته ورسېد

کابل کې پر ټولګټو وزارت  وسله وال ترهګریز برید چې دوشبنه د مازیګر درې نیمې پیل شوی و، د ۵۰ کسانو په مرګ ژوبلې پای ته رسېدلی دی

کورنیو چارو وزارت ویلي، برید کې ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او له شلو زیات ټپیان دي

د امنیتي چارواکو په خبره، له پروني برید يې ۳۷۵ کسان ژوندي ژغورلي د ي

خو روغتیايي چارواکو بیا ویلي، برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

ولسمشرۍ ماڼۍ او یو شمېر نورو چارواکو برید غندلی دی او پر ملکي تاسیساتو بریدونه یې وحشي عمل بللی دی

تر اوسه د برید مسوولت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی

Leave a Reply

Your email address will not be published.