کابل به تر کله تیاره وي ؟

اسماعيل خانکابل بیا هم د تیر ژمي په شان له برښنا بې برخې دی. د سوداګرې د دود له مخې د افغانستان برښنا شرکت مجبور دی چې خلکوته برښنا ورکړي، ځکه دغه شرکت خلکو ته د یوه تړون له مخې د برښنا رسوي او هرکله یي خپل هر ډول اصول او غوښتنې په خلکو عملي کړې دي، چې ښه بیلګه یې د برښنا په لګښت کې د بهرنیو اسعارو د لوړیدو له امله له افغانې سره توپیر دی، دغه شرکت ټینګار کاوه چې دا برښنا له نورو هیوادونو واردیږي نو که د اسعارو د بیې د لوړېیدو او یا ټیټیدو په صورت کې کوم تفاوت راځي دوی یې په لګښت کې ورزیاتوي او مشتریان یې هم باید ومني او همداسې شوي هم دي.

تیر ژمی هم کابل یوه اوږده موده بې برښنا و او د برښنا شرکت هم تر هغه خلکو ته برښنا ورنه کړه چې په سالنګ کې د برښنا سبتنې له واورې رالوڅې شوې. اوس چې بیا په بغلان کې د برښنا ستنې غورځول شوې د برښنا شرکت لاس تر زنې ناست دی ځکه دوی وایي تر هغه چې امنیتی ارګانونه ورته اجازه ورنه کړي دوی نه شي کولای د برښنا لویدلې ستنې بیرته ورغوي نو خلک اړ دی چې تر هغه پورې انتظار وکړي.

د برښنا شرکت چې یو سوداګریز شرکت دی باید په ټولو وختونو کې خلکو ته برښنا ورکړي ځکه خلک یوازې په هغه وخت کې برښنا ته اړتیا نه لري چې اوبه ډیرې او برښنا پریمانه وي بلکې په ژمي کې د بل هر وخت په پرتله برښنا ته د خلکو اړتیاوې ډیریږي.

د برښنا شرکت په خپله چې هر ډول اصول وغواړي په مشتریانو یې عملي کولای شي، خو د قراداد بل لوری چې خلک دي باید انتظار وباسي ترڅو له دولتي چارواکو، د ملي شورا له غړو او نورو څخه څه وخت برښنا اضافه او پر عامو خلکو یی ولوروي. پوښتنه داده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان حکومت هیڅ داسې لاره چاره نه ده سنجولې چې که دا وارداتي برښنا بنده شي نو د کابل په شمول به د افغانستان ګڼ ښارونه تیاره شي.

هغه وخت چې د نړیوالو مرستو پریماني وه د اوبواو برښنا وزارت د قوماندان اسماعیل خان سره و خو هغه د دې پرځای چې دا مرستې پر سم لاره چاره ولګوي له ایران نه یې په څو بیې زاړه جنراتورونه را ونیول چې هیڅ د استفادې وړنه و او د تیلو لګښت یې هم د حکومت له وس پورته و، خو دغه وزارت په لوړه بیه دا جنراتورونه راونیول او تراوسه هم بې کاره پراته دي.

د اوبو او برښنا وزات چې اوس د انرژی په وزارت بدل شوی بله ستره اشتباه په کابل کې د حرارتي برښنا تاسیساتو جوړول وو چې په ډیره لوړه بیه تمام شول، خو حکومت یي تراوسه هم د استفادې وس نه لري او حتی په ساتنه یې هرکال سلګونه زره ډالره لګښت راځي او ښايی له استفادې پرته له کاره ولویږي. اوس چې وارداتي برښنا پرې شوې او په کور دننه هم نوره کافي برښنا نشته د برښنا شرکت ته ښایی چې حرارتي برښنا دستګاه فعاله او خلکو ته برښنا ورکړي.

که څه هم د برښنا شرکت وړمه ورځ وویل چې دوی د ازبکستان د وارداتي برښنا بدیل لري او له تاجکستان څخه یي د اضافي برښنا غوښتنه کړې، خو تاجیکستان په ژمي کې هیڅکله هم برښنا نه صادروي ځکه دغه هیواد په ژمي کې دبرښنا ته ډیره اړتیا لري او له همدې امله یي په افغانستان هم برښنا درولې وي. خو داچې د برښنا شرکت بل لاره چې دحرارتي دستګاه فعالول به څه وخت عملي شي روښانه نه ده ځکه د ازبکستان د وارداتي برښنا له پرې کیدو دادي څو ورځې تیریږي، خو کابل ښاریان لاهم برښنا نه لري.

یو حکومت چې یوازې پلازمینې ته د برښنا په رسولو کې پاتې راشي، نو د نورو کارونو تمه ترې بې ځایه ده. طالبانو هم د حکومت دې نیمګړتیا ته په پام په بغلان او هرات کې د برښنا مزي پرې کړي ترڅو د خلکو پروړاندې د حکومت باور نور هم راټیټ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.