کابل به د سولې د بلې غونډې کوربه وي

حکمت خلیل کرزيافغان حکومت له طالبانو سره مستقیمو اړیکو ته چمتو دی . د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د اسلام آباد له څلور اړخیزې غونډې وروسته نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې ناسته کې چې تر راتلوونکو دوو میاشتو پورې به په دې برخه کې مهم پرمختګ ولیدل شي. هغه وایی:

موږ چمتو یو چې بېلابېلو ګروپونو، هغه که د ملامنصور، ملا رسول، حقاني شبکې، نور قوماندانو او یا هم د قطر دفتر پورې اړوند وي د سولې خبرې وکړو

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان دولت به د هغو پروړاندې له زور څخه کار واخلي چې سولې ته نه وي حاضر. د غونډې په اعلامیه کې راغلي چې باید ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مستقیمو خبرو ته زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو سربېره د سیمې لپاره د امریکا او چین استازو هم برخه درلوده. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د سولې د پروسې په موخه  د لارې د یوې نقشې پر برابرولو د روانې میلادي  میاشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې بیا خبرې کېږي.

په دې غونډه کې د سیمې لپاره د متحده ایالاتو او چین استازو هم ګډون درلود. د اسلام اباد د غونډې د پرانیستلو پروخت سرتاج عزیز  وویل، د افغانستان د سولې د پروسې موخه  د داسې شرایطو برابرول دي چې طالبان د ځینو امتیازاتو په بدل کې له تاوتریخوالي لیرې او خبرو اترو ته اړ کړي.

سرتاج عزیز وویل، دا به له وخته مخکې وي چې اوس دې د افغانستان د سولې په پروسه کې کومه لویه کامیابي رامنځته شي. که څه هم چې مخکې اجرایه ریاست ویلي و چې په دې ناسته کې پاکستان افغان پلاوي ته د هغو ‌طالبانو نوملړ سپاري چې غواړي د سولې خبروته کیني ، خو نه په ګډه اعلامیه کې څه راغلي او نه هم افغان پلاوي په دې اړه څه ویلي دي .

خو بلخوا فرانس پرېس خبري د ملا اختر محمد منصور ډلې د یوه غړي په حواله ویلي چې پاکستان له دوی سره په اړیکه کې دی او د دوی ډله دې ته په تمه ده چې سیاله ډله یاد  ملا محمد رسول ډله له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه اخلي او که څنګه. هغه ویلي، د طالبانو مشرتابه د سولې په خبرو کې ګډون ته لېواله دی خو غواړي پوه شي چې بله کومه ډله په راتلونکو خبرو کې ونډه اخلي.

له بلې خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې هیڅ ډول ضمانت نشته چې ‌‌طالبان دې اوس خپل منځي اختلافات پریږدي او له افغان حکومت سره دې سوله وکړي. له بلې خوا واشنګتن پست ورځپاڼه وایی ملا اختر محمد منصور د دموکراتیک نظام غوښتونکی دی.

ورځپاڼه وایی منصور له منځلارو طالبانو څخه دی او د افغانستان له پاره یو ښه فرصت دی چې له دې لارې له تندلارو طالبانو سره خبروته  کیني. بلخوا د طالبانو د جلا شوې ډلې ملا رسول ویاند عبدالمنان نیازی وایی دوی په ملا اختر منصور باور نه لري ، هغه وایی ملا منصور د دموکراتیک نظام غوښتونکی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.