کابل به د څلور اړخیزې ناستې کوربه وي

شكيب مستغنيد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چي په کابل کې د سولي د خبرو په اړه د افغانستان،پاکستان، امریکا او چین څلورمې غونډې ته تیاری نیول شوی دی او دا غونډه به دفبروري په  مه ۲۳ جوړه شي. د بهرنیو چارو وزارت تمه لري  چې په دې غونډه کې به پریکړه وشي چې څنګه له وسلوالو طالبانو سره مخا مخ خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني  وايي د سولې لپاره  د همغږۍ څلور اړخیزې  هڅو د پام وړ پرمختګ کړی، چې پایله به یې له وسلوالو مخالفینو سره  مخامخ خبرې وي.

د بهرنیو چارو وزارت بیا هیله من دی، چې په دې غونډه کې به له وسلوالو مخالفینو سره د مخامخ خبرو نیټه هم په ډاګه شي. د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون دریمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کې جوړه شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.