کابل ته د وارداتي بریښنا بهیر یو ځل بیا له ستونزو سره مخامخ شو. د افغانستان د برښنا شرکت وایی وسله والو طالبانو د بغلان د « شهاب الدین ډنډ» په سیمه کې د بریښنا هغه مزي پرې کړي چې د ازبکستان برښنا کابل ته لیږدوي.
د افغانستان بریښنا شرکت وایی که امنیتي ځواکونه اجازه ورکړي دوی کولای شي دغه ستونزه حل کړی. دوی وایی د دغه مزي په پرې کېدو سره دوي په بدیلو لارو هم کار کړی دی. د برښنا شرکت د خپرونو ریییس وحیدالله توحیدي وایی که امنیتي ځواکونه اجازه ورکړي دوی به دا ستونزه په اتو ساعتونو کې حل کړي.
خو د ملي دفاع وزارت وزارت ویاند دولت وزیري وایی، سیمه کې یې د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړي او څو پورې چې دغه عملیات پای ته نه وی رسیدلي د بریښنا شرکت کارکونکو ته د پرې شویو مزو د ترمیم اجازه نشته.
د بریښنا شرکت د مسولینو په وینا، له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا د مزي له پرې کېدو وروسته اتیا میګاواټه برښنا له تاجکستان غوښتل شوې، پنځه اویا میګاواټه د کابل حرارتي بريښنا ده او اتیا میګاوټه له نغلو څخه کابل ته استول شوې.
د برښنا شرکت مسولین وایي هڅه کوي چې ژرترژره دا ستونزه حل کړي. کابل ښار په تیرژمي کې هم په سالنګ کې د برښنا ستنو د لویدو له امله تر یوې میاشتې پورې برښنا نه درلوده.
Leave a Reply