کابل ښاریانو د وروستیو نا امنیو په غبرګون لاریون وکړ

په کابل ښار کې لسګونه کسانو د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې لاریون وکړ.
دغه لاریوون کوونکي چې نن د افغانستان د پارلمان د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، وايي چې امنیتي ادارې په فساد کې ښکېلې دي او په کابل ښار کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي.
لاریوون کوونکي وايي چې په وروستیو څو اونیو کې په کابل کې د نامعلومو کسانو له لوري د لوګر مشران وژل کېږي، غلاوې او فساد ډیر شوی دی، بی ګناه وګړي او مخور ترور کېږي خو حکومت یې پر وړاندې هيڅ اقدام نه کوي.
دوی د ولسي جرګې له مشرتابه او غړو غوښتل چې په کابل کې د نا امنیو د مخنیوي په موخه خپل غږ اوچت کړي او پر حکومت دې فشار راوړي چې د وژنو او تښتونو د روانې لړۍ پر وړاندې ودرېږي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي ژمنه کړې چې ددغو کسانو ستونزې به حل کوي او په اړه به یې له مسوولو چارواکو سره خبرې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.