د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې درېیو غبرګو چاودنو یو تن وژلی دی او ۱۷ نور يې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دغو چاودنو په اړه خبریالانو ته ویلي، چې نن سهار لس کم اته بجې د پنځمې حوزې اړوند د سیلو سره نږدې سیمه کې د کابل د پوليتخنیک د پوهنتون د محصلینو د عاملې پر یو کاسټر بس کې یو مقناطیسي ماین وچاودېده، چې له امله یې یو ملکي وکړی ووژل شو او لس تنه نور ټپیان شو.
ښاغلي رحیمي وویل، د دغې چاودنې شل دقیقې وروسته د پیښې په ځای کې دوه نورې چاودنې وشوې، چې له امله یې د پنځه پولیسو په ګډون اوه تنه ټپیان شو.
په وروستیو دوو اونیو کې دا ۵ چاودنه ده چې کابل کې کېږي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې چاودنو مسوولیت نه دی منلی.
Leave a Reply