کابل کې دوه ورونو خپل مور او پلار د چړو په ګوزارونو وژلي

کابل کې دوه ورونو خپل مور او پلار د چړو په ګوزارونو وژلي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:

د کابل ولایت د ۱۶ مې ناحیې اړوند سیمه کې تېره ورځ دوه ورونو خپل مور او پلار د چړو په ګوزارونو وژلي دي.

د دواړو ورونو وژل شوی پلار شیرین آغا نومېږي.

قاتلینو د خپل پلار او مور له وژلو وروسته، له سیمې تېښته کړې ده.

تر اوسه د یادې پېښې څرنګوالی نه دی مالوم.

امنیتي مسوولینو ویلي دي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي او ډېر ژر به قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.