کابل کې د اوو کسانو مرموزه مړینه

د کابل د دوولسمه حوزهد کابل ښار د دوولسمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې اوه تنه په مرموز ډول  مړه شوي شوي دي. په دغو کسانو کې دوې ښځې ، څلور نارینه او یو ماشوم شامل دی. د دغه حوزې یو شمیر اوسیدونکي وایی دغو کسانو شراب څښلي و او ښایی ګاز نیولي وي.

بلخوا ځینو رسنیو ویلي چې په مړو شویو کسانو کې د دولسمې حوزې د جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې یو مامورهم شته.

دا پیښه څلور ورځې وړاندې شوې، خو پولیسو له خلکواو رسنیو پټه کړې وه. ویل کیږي چې د فاطمې په نامه یوه ۲۵ کلنه ښځه پولیسو د کوما په حالت کې د ابن سینا روغتون ته وروړې وه. فاطمه د کابل امبولانس په وسیله د جنایی جرمونو پروړانندې د مبارزې پولیسو دغه روغتون ته لیږدولې وه.

د ابن سینا روغتون رییس عبدالوکیل پروانی وایی :« موږ ته یی یوه نجلې راوړله چې نیم ژواندې وه او د چهارشنبه په سهار په  نهو بجو مړه شوه.»

په دغه روغتون کې ځینو سرچینو ویلي چې پردې نجلې سربیره نور مړي هم دغه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي ویلي: « څوورځې کیږي چې یو ماشوم او یوه ښځه په دغه کور کې لیدل کیدل ، موږ فکر کاوه چې کوم کور ورته راغلی دی او کوم مزاحمت مو ونه کړ ، خو څو ورځې وروسته مو ولیدل چې پولیس راغلل او مړي یې ولیږدول او داکارپه شپه کې شوی و، خو مړي یي غرمه ولیږدول

هغو کسانو له ویرې خپل کورونه پریښی چې دغه ودانې ته نیژدې اوسیدل ځکه دوی نه پوهیدل چې داکسان څوک دي چې دلته اوسیږي.

د دغه سیمې یو بل اوسیدونکي ویلي: « په دغه سرای کې یوازې یوه خونه فرش لري او څو توشکې هم وې کله چ زه راغلم امبولانسونه راغلی وو

یوه بل کس وایی: په خونه کې د شرابو بوتل و او هر کار یی کړی و کله چې پولیس راغلل پوه شول چې داکسان مړه شوي وو.

د کابل د دوولسمې امنیتي حوزې چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایی دا پیښه د کابل د دوولسمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې شوې. هغه وایی: «موږ مړي عدلي طب ته لیږدولي او پیښه ترڅیړنې لاندې ده.»

Leave a Reply

Your email address will not be published.