کابل کې د دوو بریدونو طراح ونیول شو؛ وايي آی اس آی مې لار ښود و

کابل کې د دوو بریدونو طراح ونیول شو؛ وايي آی اس آی مې لار ښود و

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: ملي امنیت کابل کې پر امام زمان جومات او مخابراتو وزارت د ترهګریزو بریدونو ترسره کېدو اصلي طرحه کوونکی ونیو.

پر امام زمان جومات او مخابراتو وزارت د بریدونو طراح داعش ډلې پورې تړلی دی، چې اصلي نوم یې عید محمد؛ خو په ابوذر مشهور دی.

ابوذر د ملي امنیت ځانګړو ځواکونود کابل ښار له اړوند سیمې څخه نیولی دی چې نن یې دغه موضوع رسنیزه کړه.

ټرورېسټ ابوذر خپل ترسره کړي جرمونه منلي دي او ټینګار يې کړی چې له درېیو کلونو راهېسې د داعش لیکو کې فعالیت کاوه.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان کې يې زده کړې کړي او له آی اس آی يې د بریدونو د طرحه کولو لار ښوونه اخېسته.

پر امام زمان جومات برید د ۱۳۹۶ کال د میزان میاشتې پر اتلسمه نیټه ترسره شو چې هغه کې ۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ نور ټپیان شول؛ په همدې ترتیب، مخابراتو وزارت باندې برید چې د روان کال د حمل میاشتې په ۳۱ نېټه ترسره شو، ۱۰ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او زیات شمېر نور ټپیان شوي وو.

عید محمد منلې چې په دې وروستیو کې يې غوښتل د داعش ډلې ۲۰ غړي کابل ته انتقال او دلته پر مهمو دولتي ادارو ۵ ستر بریدونه ترسر کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.