کابل کې د شهید لوڼي غایبانه جنازه ترسره شوه

کابل کې د شهید لوڼي غایبانه جنازه ترسره شوه

 

نن دوشنبه د پلازمېنې کابل لسګونه اوسېدونکو حضوري چمن کې د لوی افغانستان د شهید ارمان لوڼي غایبانه جنازه ترسره کړه.

د کابل اوسېدونکي چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه راغونډ شوي و، د پاکستان حکومت خلاف یې شعارونه ورکول چې ولې د پښتنو وژنې نه دروي.

لاریون کوونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ډاډ ورکړ چې خپلې مبارزې دې څو چنده کړي او د افغانستان ټول ولسونه يې په خوا کې ولاړ دي.

جرګه شویو کسانو یو ځل بیا پاکستان د سیمې سرطان یاد کړ او له نړیوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد پر ضد جدي اقدامات وکړي.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، که پنجاب د پښتنو پر وړاندې خپل روان ظلمونه ونه دروي او د اورپکو ډلو له ملاتړ لاس وانه خلي، لیرې نه ده چې دغه هېواد به ټوټه ټوټه شي.

د شهید لوڼي غایبانه جنازه، د کابل سربېره د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې ترسره شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.