کابل کې لسګونه ځوانان راټول شوي و او د ارمان لوڼي د شهادت د تسلیت له امله یې د لر او بر یو افغان غږونه پورته کول.
لاریون کوونکو د لر او بر یو افغان او د مرګ په پنجاب شعارونه ورکول.
د کابل لاریون کوونکو وویل: پنجاب د سیمې لپاره سرطان دی او کلونه کېږي چې پښتانه په یو او بل نوم په شهادت رسوي.
کابل مېشتو پښتونپاله ځوانانو د پنجاب حکومت ته خبرداری ورکړ، که یې د شهید ارمان لوڼي قاتیلن منګولو ته ونه سپارل، لوړه بیه به پرې کړي.
ځوانو د کوزې پښتونخوا په ځوانانو هم غږ وکړ چې د حق غوښتنې مبارزې دې لا چټکې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ بورډ غړي ارمان لوڼی، چې تیره ورځ د کوزې پښتونخوا په لورلایي سیمه د پنجابي ځواکونو لخوا په شهادت ورسېد.
د لوڼي شهادت پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي
د شهید غایبانه جنازه به سبا کابل کې اخېستل کېږي او نن په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د لسګونو ځوانانو په حضور واخېستل شوه.
Leave a Reply