کابل کې د کاغذي تذکرو د تاییدۍ مرکز پرانېستل شو

کابل کې د کاغذي تذکرو د تاییدۍ مرکز پرانېستل شو

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۲ مه:

د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې مشر احمد جاوېد رسولي د دې مرکز د پرانېستې پر مهال ویلي، “الکترونيکي حکومتولي د افغان حکومت یوه کړندلاریزه موخه ده، نو په همدې اساس د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو برخې ارشیف ډیجیټلي کړ او وطنوالو ته یې اسانه چوپړتیاوې رامنځه کړي، څو په لږ وخت او چټکتیا سره د هېوادوالو کاغذي تذکرې تایید شي.”

بلخوا، د پاسپورت ریاست تخنیکي مشاور محمد مسلم صفا هم ټینګار کړی چې “د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا ددې مرکز رامنځته کول ښه ګام دی او دا به هېوادوالو ته ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.”

دا مرکز، د کاغذي تذکرو د تاییدۍ بهیر ته چټکتیا ورکوي او له بلې خوا تاییدۍ برخه کې حاکمه بیروکراسي، اداري فساد او کمېشنکاري له منځه وړي.

له دې مخکې، به د تاییدۍ په موخه د کاغذي تذکرې راټولېدې، اړوند ارشیف ته به لېږدېدلې او اساس کتابونو سره به یې سر ورکاوه، چې دې چارې د خلکو سرګردانۍ ترڅنګ ډېر دی، وخت نیوه، ددې مرکز پرانیستو سره چې د کابل کارته سه سیمه کې د پاسپورټ ریاست ترڅنګ هېوادوال کولای شي په لږ وخت کې، له سرګردانۍ او واټن وهلو پرته او په چټکتیا سره خپلې تذکرې تایید کړي.

د کاغذي تذکرو تاییدۍ دا مرکز شاوخوا ۸۰ کارکوونکي لري چې د هرو درېیو ولایتونو اوسیدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یوه بېله څانګه جوړه شوې. یاد مرکز هره ورځ تر ۲۰۰۰ ډېرو کاغذي تذکرو د تاییدۍ وړتیا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.