کابل کې د ۱۱ حوزو آمرین له دندو ګوښه شول

کابل کې د ۱۱ حوزو آمرین له دندو ګوښه شول

کابل کې د ۱۱ حوزو آمرین له دندو ګوښه شول

 

د پلازمېنې کابل د ۱۱ حوزو امرین له خپلو دندو ګوښه شول.

 

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سعادت وايي، د کابل د حوزو امرین یې په دنده کې د بې غورۍ، ناسم مدیریت او یو شمېر نورو لاملونو له کبله ګوښه کړي دي.

 

د سعادت په خبره، نویو امرینو ته ۳ میاشتې وخت ورکړل شوی چې خپله وړتیا ثابته او د امنیت تامین برخه کې کوټلي ګاونه پورته کړي.

 

نوموړ وايي، که نوي امرین هم په خپلو دندو کې پاتې راغلل، دوی به هم له دندو لیرې کړي.

 

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د کابل ښار د حوزو امرین له دندو ګوښه کوي چې په دې وروستیو کې د کابل په ځینو برخو کې جنايي پېښې زیاتې شوې وې.

 

خلک هیله لري چې د حوزو نوي امرین دې خپلې دندې په سم ډول مخ ته یوسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.