کابل کې غبرګې چاودنې؛ کانونو وزارت وايي ۸ کارکوونکي يې شهیدان شوي

کابل کې غبرګې چاودنې؛ کانونو وزارت وايي ۸ کارکوونکي يې شهیدان شوي

د کورنیو چارو وزارن ویاند نصرت رحیمي ویلي: نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار زړو مکریانو ملي بس واټ کې یو ځانمرګی بریدګر چې پر موټرسایکل سپور و ځانمرګی برید ترسره کړی دی..

بلخوا کانونو وزارت هم ټینګار کړی چې په دې برید کې يې ۸ کار کوونکي شهیدان شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار رسنیو سره په مرکه کې څرګنده کړې چې په دې برید کې ۸ تنه شهیدان شوي دي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د روانې جولای پر ۱۹مه هم د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د کرولا په مټ چاودنه شوې وه، چې د یوه ترافیک په ګډون یې اته کسان وژلي او ۳۳ نور ټپیان کړي وو.

بلخوا ویل کېږي له لومړنۍ چاودنې وروسته د کابل په دسپېچري سیمه کې هم چاودنه شوې چې تر اوسه یې تلفات نه دي مالوم.

ولسمشرۍ ماڼۍ کابل کې ننني بریدونه غندلي دي او ویلي چې د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا له افغانانو سره خپله ښکاره دښمني ثابته او بشري جنایت ترسره کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.