کابل کې له نامسووله کسانو د نظامي یونېفورم ټولېدو بهیر پيل شو

کابل کې له نامسووله کسانو د نظامي یونېفورم ټولېدو بهیر پيل شو

کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو د کابل په کچه له نامسووله وسله والو د نظامي یونېفورم ټولېدو بهیر پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ټینګار کړی چې تر اوسه يې له زیات شمېر کسانو بې جوازې وسلې او نظامي یونېفورم ټول کړي دي.

د رحیمي په وینا، دغه بهیر به د هېواد نورو لویو ښارونو ته هم وغځوي.

ملي امنیت شورا هم تېره ورځ د یوې خبرباڼې په خپرولو سره له کورنیو چارو وزارت غوښتي و چې له نامسووله وسله والو د نظامي یونېفورم چارې ژر پیل کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې کورنیو چارو وزارت دې په داسې یوې طرحې کار پیل کړي چې د امنیتي ځواکونو او د افرادو د شخصي ساتونکو د یونفېورم ترمنځ توپیر وشي.

کابل ښاریان د کورنیو چارو وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.