کابل کې موټر بم برید لسګونه ملکیان ټپیان کړي

کابل کې موټر بم برید لسګونه ملکیان ټپیان کړي

کابل ښار کې د نن سهار موټر بم برید، له ۶۰ زیات ملکي وګړي ټپیان کړي چې په منځ کې يې ماشومان هم شامل دي.

چاودنه د محمود خان او ګلبهار ټاور تر څنګ رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه کې زیاته مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې برید نن سهار اته نیمې بجې ترسره شوی چې له چاودنې وروسته څو بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتي دي.

د کورنیو چارو  وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي بریدګر د ځانګړو ځواکونو

لخوا کلابند شوي دي او هڅې روانې دي چې له پښو یې وغورځوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.