کابل کې پر جنایتکاره شبکو شپني عملیات پیل شوي دي

کابل کې پر جنایتکاره شبکو شپني عملیات پیل شوي دي

کابل ښار او ټولو ولسوالیو کې د جنایتکاره شبکو د له منځه وړلو او نیولو په هدف شپني عملیات پیل شوي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات وايي، د جنایتکارانو د له منځه وړلو په هدف یې اراده تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده او یادې شبکې به هېڅ ځای کې په امان نه وي.

 

د جنایتکاره شبکو پر ضد شپني عملیات په خپل ډول کې نوی اقدام دی چې خلک هم ورته خوشبین دي.

 

کورنیو چارو وزارت خوښي څرګنده کړې چې دغه اقدام به یې کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه راټيټه کړي او سازمان شوي جنایتکاران به ونیول شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.