کابل کې ځانمرګي برید ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کابل ښار کې ځانمرګي برید ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپورونه ښيي، چې ځانمرګی برید د عامې روغتیا د وزارت پر سړک، عبدالحق څلور لارې ته نږدې شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، پلي ځانمرګي بریدګر د بهرنیو ځواکونو تېرېدونکو ټانکونو ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې ۸ کسه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د کورنیو چارو وزارت وايي د پېښې په اړه لا ډيرې پلټنې رواني دي او نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.