کابل کې ۴ طالبان نیول شوي دي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دوو جلا جلا عملیاتو پر مهال ۴ طالبان نیولي دي. لومړی عملیات د کابل ښار نولسمې حوزې اړوند سیمه کې شوي چې دوه طالبان او ۱۲ نور شکمن کسان په کې نیول شوي. دویم عملیات هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې کړي چې د طالبانو دوه فعال غړي يې نیولي دي. نیول شویو طالبانو ورانکاره کړنو کې لاس درلود.
Leave a Reply