کاناډا میشتو افغانانو د امریکا پر ضد لار یون وګړ

کاناډا میشتو افغانانو په اچین کې د امریکایې ځواکانو له لوري د تر ټولو لوی غیر اټومي بم په کار ولو لار یون وکړ.

دوی چې په تورنټو کې سړکونو ته راوتلي ول،  په افغانستان کې یې د وینې تویولو د ودریدو شعارونه ورکول او له افغانستان څخه یې د امریکایې او نورو بهرنیو ځوا کونو پر وتلو ټینګار کاوه دوی ویل (امريکايي او ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي، د افغانانو د وينې تويول ودروئ، آزاد افغانستان او کاناډا د جګړې ضد حکومت غواړي)

امريکايي ځواکونو تېره پنجشنبه د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو تر ټولو لوی غير اټومي بم وغورځاوه، چې له امله يې په افغانستان کې په کور د ننه او نړيواله کچه ستر غبرګونونه راوپاريدل.

بل خوا بیا د امريکا د ولسمشر مرستيال ویلي وو، پر اچين يې د بم غور ځولو موخه روسيې او شمالي کوريا ته د خپل زور ښوودلو وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.