کانګرس افغان سوله کې له پامپیو وضاحت غوښتی دی

کانګرس افغان سوله کې له پامپیو وضاحت غوښتی دی

د کانګرس د بهرنۍ کمیټې ډیموکراتو غړیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد ته د افغانستان سولې په تړاو یو لیک لېږلی دی.

 

دې لیک کې “پر پمپیو تور دى چې خلیلزاد ته ولې اجازه نه ورکوي چې د امریکا دې کمیټې ته خپل راپور وړاندې کړي.”

 

د کمیټې په خبره دوی حق لري، څو د افغان سولې په اړه لازم معلومات تر لاسه کړي او هغوی ګوت‌څنډنه کړې چې دغه کمیټه د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ د نظارت کولو صلاحیت لري هغه که له هرې لارې وي.

 

دوی په دې لیک کې غوښتې، کله چې دا ځل خلیلزاد امریکا ته راشي، نو باید اجازه ورکړل څو د افغانستان د سولې په اړه خپل راپور د اوو ورځو په جریان کې دې کمیټې ته وړاندې کړې.

 

په لیک کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلی پمپیو په دې اندېښمن دی؛ که د سولې د روانو مذاکراتو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي، دا (محرم) معلومات به افشا شي.

 

ښاغلی زلمی خلیزاد اوس هم په کابل له افغان چاوراکیو سره په خبرو لګیا دی او د روانې اپرېل میاشتې پر یوویشتمه به په قطر کې بله غونډه ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.