کاکړ: د قطر مذاکرات د پنجاب په خوښه روان دي

کاکړ: د قطر مذاکرات د پنجاب په خوښه روان دي

 

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې مخکښ غړی عثمان کاکړ وايي، قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانې خبرې د پنجاب په غوښتنه او خوښه روانې دي.

کاکړ ویلي، د قطر په مذاکراتو کې هغه کسان له امریکایانو سره په خبرو بوخت دي، چې پنجاب روزلي او د خپلو ګټو لپاره يې کاروي.

د کاکړ په خبره، د قطر د طالبانو مرکچي پلاوی، د پنجاب لاس پوڅی دی

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر ویلي: پنجاب ددې په لټه کې دی چې د قطر مذاکرات بریالي کړي، امریکایان له افغانستان څخه  ووځي او دوی ته به افغانستان کې د لاس وهنې لا زیاته زمینه مساعده شي.

هغه ټینګار کړی، چې له امریکا سره په مذاکراتو بوختې ټولې څېرې د پنجاب د ادارو کار کوونکي دي.

عثمان کاکړ وايي، پاکستان د افغانستان په یو شمېر  ولایتونو کې نفوذ لري او غواړي د قطر مذاکراتو په بریالي کېدو سره، خپل نفوذ ته لا پراختیا ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.