د پاکستانیو رسنیو د راپورنو له مخې، ناپیژانده موټر سایکل سپرو د کراچۍ ښار د اورنګي ټاون په سیمه کې پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې دوه پولیس وژل شوي دي او یو بل ټپي دی.
بریدګر له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
همداشان پولیسو د برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه پلټنې پيل کړي دي.
د سیمې د پولیسو مشر ویلي دي چې پر پولیسو هله برید شوی دی چې د کور نه د دندې پر لورې روان ول. د وظیفې سیمې ته د رسیدو سره سم پرې د ناپیژانده کسانو لخوا برید شوی.
Leave a Reply