کرتس وایې امریکا د کابل پروسې له پرېکړو ملاتړ کوي

د امریکا متحده ایالات د کابل پروسې له ټولو پرېکړو او له کنفرانس وروسته د تطبیقي پلان له عملي کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د امريکا د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سوېلي او مرکزي اسیا د چارو رییسې لیزا کرتس د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتره په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د ځانګړې دستیار مرستیالې او د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سوېلي او مرکزي اسیا د چارو رییسې لیزا کرتس سره وکتل. سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې کرتس وویل چې د امریکا متحده ایالاتو خلک او حکومت د یوه سخت سیاسي او امنیتي حالت پر مهال د افغانستان د خلکو او دولت تر څنګ ولاړ دي.
هغې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او ځواکمن کېدو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ. نوموړې زیاته کړه چې د کابل پروسې کنفرانس د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د کنفرانس د غړو هېوادونو له خوا د مشترکې ستراتیژۍ جوړېدل د پام وړ نوښت دی.
دغه امريکايۍ چارواکې هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه به د کابل پروسې په کنفرانس او د کنفرانس د پرېکړې په عملي کولو کې فعاله ونډه واخلي. د هغې په وينا، د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرامپ ادارې د پالیسۍ د تدوین او بیا کتنې پروسه تکمیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې جزئیات اعلان شي.
د امریکا متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب مېرمن کرتس د کابل پروسې په کنفرانس کې ګډون هم کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.