کرزی: امریکا او پاکستان پر افغان سوله پټه معامله کړې

کرزی: امریکا او پاکستان پر افغان سوله پټه معامله کړې

مخکېني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په تړاو د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې غندلې دي.

کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ټرمپ د بېګا شپې خبرې افغانانو ته ستر توهین  دی.

خبرپاڼه کې د کرزي له قوله لیکل شوي، د ټرمپ له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې امریکا افغان ملت او انساني کرامت ته هیڅ احترام نه لري

خبرپاڼه کاږي، امریکا دوه کاله وړاندې هم په افغانستان کې د بمونو د مور په استعمال سره وښوده چې دا هېواد د افغانستان ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري.

 د خبرپاڼې په ټکو، افغانانو د امریکا او پاکستان د پټو معاملو په اړه له ډېرې مودې راهیسې اندېښنې لرلې او د عمران خان په حضور کې د ټرمپ څرګندونو وښوده چې دا اندېښنې پر ځای دي.

 خبرپاڼه وړاندې کاږي، امریکا او پاکستان د افغان سولې په اړه پټې معاملې کړې دي او افغانانو ته په کار ده چې په خپل یووالي دا هېواد د پردیو له منګولو وژغوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.