کرزی: امریکا دې سوله کې چل نه کوي

کرزی: امریکا دې سوله کې چل نه کوي

مخکېني ولسمشر حامد کرزي ویلي، امریکا دې د افغانستان د سولې بهیر کې رښتینې و اوسي

هغه په ټینګار سره ویلي، د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو په دې بهیر کې له نورو هېوادونو سره د امریکا معامله ورته د منلو وړ نه ده.

هغه اندېښنه ښودلې چې د سولې پروسه باید بل ناورین ونه زېږوي

دده په وینا د سیمې هېوادونه د سولې لپاره هڅه کوي او دوی یې منندوی دي، خو له دې پروسې باید ایران او هند هم ګوښه و نه ساتل شي

هغه د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو باور او اعتماد هم مهم بللی دی او وایي هېڅوک باید له دغه پروسې وېره ونه لري او امریکا ته هم په کار ده، چې ټول ګاونډي هېوادونه ډاډه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.