کرزی: تل پاتې سوله بین الافغاني مذاکراتو کې نغښتې

کرزی: تل پاتې سوله بین الافغاني مذاکراتو کې نغښتې

 

مخکېني ولسمشر حامد کرزي د قطر په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په مشروط ډول هرکلی کړی دی.

کرزی وايي، هیله مند دی چې روانې خبرې هېواد کې د وینې بهېدو مخنیوی وکړي او تل پاتې سوله ټینګه کړي.

د ښاغلي کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تل پاتې سوله هغه وخت تامینېدای شي، چې توافق د افغانانو ترمنځ وي.

کرزی وايي، افغانان داسې سوله غواړي، چې د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته په کې درناوی شوی وي.

کرزی دا خبرې داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکا له طالبانو سره د سولې بهیر کې ځینو مواردو اړوند توافق ته رسېدلې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.