کرزی: د افغانستان پر وړاندې باید پردۍ  دسیسې شنډې شي

کرزی: د افغانستان پر وړاندې باید پردۍ  دسیسې شنډې شي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: مخکېني ولسمشر حامد کرزي ویلي د افغانانو پر وړاندې جدي بهرنۍ دسیسې روانې دي چې باید شنډې شي.

ښاغلي کرزي د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: افغانان د پردۍ جګړې لپاره هره ورځ قرباني ورکوي.

هغه څرګنده کړې چې تېرو اتلسو کلونو کې د جګړې د پای هېڅ څرک نه لیدل کېږي او لامل يې هم دلته د بهرنیو ځواکونو فعاله موجودیت دی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا او پاکستان د افغانستان له غمه مړه نه دي، بلکې هر هېواد د ځان لپاره ګټې لري چې هغه پالي.

کرزي دا هم ویلي چې د سولې پر وړاندې لوی خنډ پاکستان او امریکا دي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا باید خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او افغانان دې هم خپلې ستونزې حل او هېواد دې د پردیو له دسیسو خلاص کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.