کرزی: د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړه شي

کرزی: د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړه شي

ژینهووا خبري آژانس” راپور ورکوي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په اتم نړیوال فورم کې په چین کې ویلي چې د افغان سولې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخته لاړه شي.

هغه همدا شان ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یو ډول مذاکرات روان دي، خو البته په پای کې او ژر تر ژره هیله دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

پخوانی ولسمشر وايي، دا د وړاندې تګ یواځینی لاره ده.

ښاغلی کرزی زیاتوي، موږ د داسې حل په لټه کې یو چې طالبانو د افغانستان د سیاسي نظام یوه برخه شي.

هغه وویل، دا به یو جوړجاړی وي تر دې چې په زور د واک نیول وي. طالبان باید د ټولو افغانانو سره یو ځای افغان سیاست ته بیاځلي راننوځي. او موږ باید کره کړو چې همدغه کار به کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.