مخکېني ولسمشر حامد کرزي د عمران هغه څرګندونې غندلي چې ویلي و چې افغانستان کې دې موقت حکومت جوړ شی.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د موقت حکومت جوړېدو په تړاو د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.
کرزي د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان باندې غږ کړی چې د موقت حکومت جوړېدو او ټاکنو په تړاو دې له هر راز خبرو په جدي ډول ډډه وکړي.
اعلامیه کې ویل شوي چې افغانان د سیمې او نړۍ هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ ویلي و چې د افغانستان د ستونزو حل یواځینۍ لار د موقت حکومت جوړېدل دي.
د عمران خان دغه څرګندونې د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوې دي او دغه شان خبرې يې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بللې ده.
Leave a Reply