کرزی: د مسکو غونډې ته ورځم

کرزی: د مسکو غونډې ته ورځم

مخکېني ولسمشر حامد کرزی د سولې په تړاو هغه ناسته کې ګډون کوي چې ډېری افغانان يې د افغانستان په ګټه نه بولي.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزی به د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

که څه هم افغان حکومت په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړی دی، خو کرزي ویلي دغه ناسته کولای شي بین  الافغاني مذاکرتو ته زمینه برابره کړي.

کرزي دا هم ویلي چې شرایطو ته په کتلو يې دغه ناسته کې خپل ګدون منلی دی.

مخکېني ولسمشر ټینګار کړی، چې د مسکو ناسته به د افغانانو ملي یووالی پیاوړی کړي.

افغانستان کې بیا ډېری خلک په دې باور دي چې د مسکو ناسته نه یوازې د افغانستان له وضعیت سره مرسته نه کوي، بلکې زیان یې له هر څه زیات دی.

افغان حکومت او سولې عالي شورا هم د مسکو په جوړېدونکي ناسته کې خپل شتون رد کړی دی.

افغان حکومت ویلي: هغوی چې د مسکو په ناسته کې ګډون کوي، د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.

د ملي امنیت شورا مخکېني سلاکار حنیف اتمر هم اعلان کړی چې مسکو ناسته کې به ګډون کوي او د افغانستان له اساسي قانون به دفاع کوي

د مسکو ناستې مشري عباس ستانکزی کوي.

عباس ستانکزي ویلي و: افغانستان د طالبانو په بېرته راګرځېدو به، ملي اردو منحل کړي.

هغه څرګندونې چې په پراخه کچه يې غبرګونونه راپورته کړل.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.