کرزی: د کوم ټیم اجراییه رییس نه یم

کرزی: د کوم ټیم اجراییه رییس نه یم

 

د بهرنیو چارو وزارت مخکېني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي رد کړه چې ګنې د کوم ولسمشریز ټیم راتلونکی اجراییه رییس به وي.

د کرزي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نه به ځان نوماند کړي او نه به د چا ملاتړ وکړي.

کرزي ویلي: غواړي په اوسنیو حساسو شرایطو کې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

د هغه په خبره، هېڅ ټیم به هېواد کې د خلکو د ارمانونو پوره کېدو لباره کار ونه کړي.

همدا نن مخکې له غرمې اجراییه رییس عبدالله عبدالله اعلان وکړ، چې د بري په صورت کې به خپل اوسنی موقف، اجراییه ریاست د بهرنیو چارو وزارت مخکېني سیاسي مرستیال حکمت خلیل ته ورکوي او هغه هم ورسره توافق کړی دی

د عبدالله له خبرو څو ساعته وروسته کرزي د هغه د څرګندونو غبرګون کې اعلامیه ورکړه

Leave a Reply

Your email address will not be published.