کرزی: طالبان دې ځان د نورو له استعماله خلاص کړي

کرزی: طالبان دې ځان د نورو له استعماله خلاص کړي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: مخکېني ولسمشر حامد کرزي ویلي امریکا د سولې نیت نه لري.

کرزي چې نن يې خپل استوګنځي یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل “” له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید مسوولانه وي، ځکه نامسوولانه  وتل به یې د پاکستان زیاتو لاس وهنو ته زمینه برابره کړي. زه په دې هم ډاډه یم چې امریکا د سولې نیت نه لري، بلکې غواړي خونړۍ جګړې ته زمینه برابره کړي.””

کرزِي یو ځل بیا نیوکه کړې چې امریکا داعش ته زمینه سازي کوي.

هغه ټینګار کړی چې “” امریکا غواړي له طالبانو سره په بېړه یوه توافق ته ورسېږي، خو له بل لوري یې هڅې پیل کړي چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د داعش ډلې حضور او فعالیت ته زمینه برابره کړي. افغانستان کې چې هر فیر کېږي، مسوولیت یې د امریکا پر غاړه دی. “”

کرزي له افغان حکومت او طالبانو هم ځینې غوښتنې لرلې دي.

کرزی وايي “” افغان حکومت او طالبان  دې د یو بل پر ضد له تبلیغاتو ډ‌ډه وکړي او سولې ته دې کار وکړي. “”

نوموړي ویلي، افغانان پاکستان سره خپلې اړیکې جوړول غواړي خو تېرو تجربو ته په پام خپل امنیت، خپلواکي ساتي او په احتیاط به دغه هېواد سره ګامونه اخلي.

نوموړي، هیڅکله به افغانان پر افغان سوله پاکستان سره د امریکا معامله ونه مني او نه به دې ته حاضر شي چې له طالبانو سره سوله وشي او له هغې وروسته افغانستان د داعش په نوم د یوې بلې جګړې پړاو ته ور ټېل وهل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.