کرزی وایې: د افغانستان او پاکستان د سولې په برخه کې خپلې هڅې کوم

پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې لپاره هڅه وکړي خو ټک له يو لاسه نه خېژي.
کرزي دغه څرګندونې پرون ناوخته په کابل کې د پاکستاني ژورنالېستانو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي. په دغه پلاوي کې د پاکستان د بېلابېلو معتبرو رسنيو خبريالان شامل دي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې له بېلابېلو افغان مشرانو سره ليدلي دي.
د حامد کرزي له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو او حسنه اړيکو پر پياوړتيا، په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د سولې او ثبات پر راوستلو ټينګار وشو.
په دغه پلاوي کې په پاکستان کې خبريال هارون رشيد بیا ليکلي، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ورته ويلي چې د لومړي وزير نوازشريف بلنه يې منلې او تر روژې وروسته به اسلام اباد ته سفر وکړي. د هغه په وينا، کرزي ورته ويلي، چې د نوازشريف د بلنې په ځواب کې يې هغه ته يو شخصي ليک هم استولى، خو د ليک په اړه يې نور معلومات شريک نه کړل.
کرزي زياته کړې، له تېرې څه مودې راهيسې څلور ځلې ورته د پاکستان د رسمي سفر بلنې ورکړل شوې، خو اوس يې پرېکړه کړې، اسلام اباد ته به ولاړ شي، خو دا يې په ډاګه نه کړه چې اوس يې ولې د تګ پرېکړه کړې.
د پاکستاني ژورنالېستانو پلاوي پرون اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره هم ليدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.